ډاکټر دادفر سپنتا پخپل کتاب کی د امنیتی تړون په اړه لیکلی:

28 عقرب 1396      1401     نوشته های کوتاه / لنډ لیکنی

بهرنیان د افغانستان ملی مسائلو په اړه په ډالرو د ځینو رأی اخلی!! حال دا چی اکثریت هیواد وال د دوی لاسوهنو څخه تر پوزی راغلی، د هیواد ټول بحران د دوی په موجودیت او لاسوهنو کی رامنځته شوی،بهرنی رقابتونه د دوی په شتون کی زموږ په هیواد کی د افغانانو وینه تویوی، فساد،د مواد مخدر جنګ، په میاشت کی پنځوس زره بی ځایه شوی کورنی درلودل، قومی تعصبات ، د ملکی وګړو وژنه او په بازار ،جومات کی چاودنی د دوی شتون نه وروسته رایج شوی.  افغانان په هیڅ صورت نه غواړی بهرنیان د دوی په ملی مسائلو کی تصمیم ونیسی او پر دوی د خپلی خوښی تصامیم تحمیل کړی، اوسنی جنګ اصلی عامل همدا د تصامیمو تحمیل دی چی ولس یی نه خوښوی.
ډاکټر دادفر سپنتا پخپل کتاب کی د امنیتی تړون په اړه لیکلی:

‏"ما او جناب حضرت صاحب صبغت الله مجددي ته امریکایانو د دوه میلیونه ډالرو پیشنهاد وکړ، ترڅو ولسمشر کرزی اړ کړو چې امنیتي تړون ژر لاسلیک کړي، ما د دغه پیسو له اخیستلو ډډه وکړه، خو حضرت صاحب د خپل زوی په واسطه یاد مبلغ د امریکا له سفارت ترلاسه کړی وي. 579‏ یمه پاڼه
د سپنتا کتاب

در صفحات اجتماعی شریک سازید
ما را در صفحات اجتماعی دنبال کنید