په حزب كي د دوه تابعيته وو لپاره ځاى نشته.حقپال

17 قوس 1396      1639     Slider

په حزب كي د دوه تابعيته وو لپاره ځاى نشته

حقپال

حزب اسلامي د مجدد تنظيم لپاره ځان چمتو كړى، داسي معتبره او درنه درې زره كسيزه ستره مركزي شورى ئې جوړه كړه چي د افغانستان په تاريخ كي ئې سارى نه ليدل كېږي؛ نه كوم دولت د داسي غونډي جوړولو توان او ظرفيت درلود او نه كوم سياسي گوند او ائتلاف؛ په ځانگړې توگه د غوندي لوړ كيفيت ته په پام سره. دا غونډه د هېواد په ډېر حساس وخت كي دائره شوه، مهمي پرېكړي ئې وكړې، پنځه سوه كسيزه قائم مقام شورى او سل كسيزه د تصميم عالي شورى ئې تصويب او غړي ئې غوره كړل، د حزب اسلامي سياسي تگلاره ئې ترسيم او اهداف ئې وټاكل، پرېكړه ئې وكړه چي د حزب دننه انتخابات بايد ډېر ژر او د جمهوري رياست تر انتخاباتو وړاندي ترسره شي. د حزب اسلامي دا ستر ابتكار او تاريخي اقدام ښيي چي غواړي د افغان ولس ټول مؤمن او اسلام ته ژمن شخصيتونه په منظم صف كي تنظيم كړي، له دوى داسي دروند او مستحكم سنگر جوړ كړي چي نه يوازي ملت متحد كړي او له روان دردناك بحران ئې وباسي، بلكي د شر او فساد د ټولو كورنيو او بهرنيو شريرو ځواكونو د مقابلې توان ولري، د بهرنيو لاسوهنو مخه ونيسي، داسي قوي مركزي حكومت رامنځته كړي چي د ملت د غوڅ اكثريت له ملاتړ او حمايت برخمن وي، د اقتدار مستقل جزائر له منځه يوسي، بې امني، بې ثباتي، بدنظمي، د ملي شتمنيو غارت، د شخصي او دولتي زمكو غصب، اختلاس، رشوت او نور اجتماعي مفاسد پاى ته ورسوي. 

له نن وروسته په حزب اسلامي كي يوازي هغه څوك منل كېږي چي حزب ته د مبارزې د داسي سنگر په سترگه گوري چي سپېڅلو الهي اهدافو ته د رسېدو او د خپل رب د رضاء ترلاسه كولو يوازينى ډاډمن معبد او سنگر ئې بولي، دلته نه دوه تابعيته څېرې ځاى لري؛ نه هغه چي سياسي گوند ته د يوه ښاري بس او يا هوټل په سترگه گوري، خپل نس ډكوي او له يوه تمځاى بل ته ځان رسوي، دا د نيمي لاري ملگرو كاروان نه دئ، دا د هغو ژمنو مبارزينو سنگر دئ چي د هر ظالم، جابر، مفسد او يرغلگر مخي ته د ودرېدو همت او هوډ لري، د الله تعالى په لار كي او د الله د مظلومو بندگانو د ژغورني لپاره هري قربانۍ ته چمتو وي او له هر خطر او گواښ سره د مقابلې جرأت او جسارت لري. هغه چي ووړ وي خو د يوه گوند په غېږ كي ستر شي، دومره چي په خپله هم او د نورو په سترگو كي هم ځان تر خپل وزن زيات دروند انگېري، د گوند له آدرسه د نوم او شهرت خاوند شي، په ولس كي مجازي او كاذب اعتبار ورپه برخه شي، سپېره دسترخان ئې رنگين شي، دومره مغرور شي چي گمان كوي همدا د ده منعم او مربي گوند ده ته اړ دئ نه دى گوند ته، داسي ناسپاسان په حزب اسلامي كي نور د پښو ځاى نه لري.  

حزب اسلامي پتېيلې چي له دې وروسته به هيچا ته دا موقع نه وركوي چي د حزب او د هغه د ستر اجتماعي حيثيت او اعتبار پر سر له يوه بل سره سودا او معامله وكړي، د سپېرو شخصي اغراضو او د ذليلو كرسيو لپاره د حزب عزت او وقار د حزب اسلامي د دښمنانو او رقيبانو په پښو كي ذبح كړي. افغان ولس او ټولو سياسي گوندونو او د سياست د ميدان ټولو فعالينو ته په واضحو الفاظو اعلانوي چي حزب اسلامي نه له كومي ډلي سره په جگړي كي ښكېل دئ، نه ئې له كوم سياسي گوند سره ائتلاف كړى او نه د وحدت ملي تر نامه لاندي اوسني حكومت كي شامل شوى، د هر ډول ائتلاف او په هر حكومت كي د مشاركت په اړه به خپلو ديني او ملي ارزښتونو او مصلحتونو ته په پام سره مناسب تصميم نيسي. 

كه څوك په شخصي توگه له كومي ډلي سره ائتلاف لري؛ يا په اوسني حكومت كي شامل شوى؛ دا ائتلاف او شموليت كاملاً شخصي بڼه لري، هغوى نه د حزب اسلامي استازي دي، نه د حزب اسلامي له لوري ائتلاف او حكومت ته معرفي شوي او نه ئې حزب د درېځ او كړنو مسئوليت پر غاړه لري. 

حزب اسلامي له دولت سره د مصالحې معاهده لري، دې معاهدې ته د دولت د التزام او احترام په شرط درناوى او التزام لري، كه دولت او اړوند ادارې ئې او په حكومت كي شامل لوري معاهده ترپښو لاندي كړي او مقتضياتو ته ئې اعتناء ونه كړي؛ نو له حزب اسلامي دي هم له متناسب غبرگون پرته د بل څه انتظار نه كوي، حزب اسلامي ته نه دا كار گران او محال دئ چي له نورو ډلو سره د حكومت په اړه گډ دريځ غوره كړي او نه دا چي د نورو ډلو له انشعابي ټولگيو سره د بېل بېل گوند په توگه معامله وكړي او يا ئې د يوه ائتلاف په بڼي كي راغونډ كړي. مسئوليت به ئې د هغه چا په غاړه وي چي د ناسالم رقابت غلطه تگلار غوره كوي.  

حقپال

www.habiburrahmanhekmatyar.com
www.hekmatyar.af
در صفحات اجتماعی شریک سازید
ما را در صفحات اجتماعی دنبال کنید