د ځدرانو قوم د دریو ولسوالیو په سطحه په شپاړس کاله کی لس تنه د دولسم ټولګی څخه فارغ شوی

20 قوس 1396      803     Slider

کله چی پر ولس د مظالمو خبره کوو دا تعصب نه ده بلکه جرأت ده چی موږ یی لرو او نور یی نه لری، کله چی وایو د قدرت انحصار جنګ رامنځته کوی دا معقولیت ده نه قدرت غوښتنه،کله چی وایو ترڅو د ملت د خوښی استازی چاری په لاس کی ونه لری امنیت نشی ټینګ کیدی دا حقیقت  ده نه قوم پالنه او پر  بل قوم تعرض، کله چی وایو د ځدرانو قوم د دریو ولسوالیو په سطحه په شپاړس کاله کی لس تنه د دولسم ټولګی څخه فارغ شوی غواړو د هغوی په درد ولس پوه شی،چارواکی خپل نیمګړتیا ته متوجه شی او اصلاحات راشی، کله چی وایو په لوی قندهار کی ۱۶ ولسوالی په ۱۶ کاله کی ۱۶ فارغین هم نه لری غواړو هغوی ته توجه وشی، د جنګ اصلی عامل همدا ګڼو چی اجتماعی عدالت نشته، موږ دا هم وایو که له یوی ولسوالی هم اهل افراد موندلی شو چی حکومت وکړی او عدالت برقرار وساتی حتما ورسره ملګرتیا کوو خو متاسفانه اوس داسی نه ده له یوی ولسوالی ،ولایت او سمت ټول اقتدار په لاس کی لری او پرته له خپل کور،کلی او جیب یی بل لوری ته پام نه دی اړولی، نور په دی ملامتوی چی ولی جنګ کوی، چی په تنګ راغلی او مخالفت کوی د دی پر ځای چی د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شی پر هغوی تور لږوی چی تاسو تروریست یاست،باید ووژل شی!! او دا یوه نیمه لسیزه یی نه دا چی د جنګ د عواملو په کمولو کی هڅه ونکړه بلکه په دی وروستی ۷ کالو کی د مخالفینو تعداد دری برابره لوړ شوی، آیا دا د دوی د ناکام پالیسی نتیجه نه ده. موږ به بیا هم په جرأت سره حقایق بیان کړو. د دی پروا نه لرو چی په څه مو تورنوی، دوی حزب اسلامی څلور لسیزی تورن کړی خو ولس موږ سره ولاړ دی، ولس دروغجن مبلغین،وطن پلورونکی او بی غیرته قدرت طلبه معامله ګر وګړی پیژنی.


حبیب الرحمن حکمتیار

در صفحات اجتماعی شریک سازید
ما را در صفحات اجتماعی دنبال کنید