قران اوساینس علمی اعجاز لسمه درسی حلقه انجنیرگلبدین حکمتیار

25 دلو 1397      647     ویدیو / فیلم

سمندر، تازه غوښه، گاڼې او كښتۍ

پوهېږئ چي له سمندر د پراخو گټو اخيستنو لړۍ په وروستيو كي پيل شوه، نن سمندر هم زموږ لپاره د تازه غوښي لويه او ستره ذخيره ده، هم د قيمتي ډبرو منبع او هم د تجارتي سفرونو او تجارتي توكو د انتقال گټوره او آسانه لار. نن ئې ټول په اهميت پوهېږي، په ځانگړې توگه ساينسپوهان او اقتصاد پوهان، راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څوارلس پېړۍ وړاندي څه ويلي!! د قرآن د دغه آيت په وړاندي لږ توقف كوو چي وايي:  

وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ *  النحل: 14

او دى همغه دئ چي بحرونه ئې درته مسخر كړل چي تازه غوښه ترې وخورئ او داسي گاڼې ترې راوباسئ چي اغوندئ ئې، او په هغه كي كښتۍ گورې چي (وړاندي درومي په داسي حال كي چي) څيروونكي (د اوبو) دي، او دا د دې لپاره چي فضل ئې ولټوئ او د دې لپاره چي شكر وكړئ.

په دې مبارك آيت كي هغو الهي پېرزوينو ته د انسان توجه اړول شوې چي په سيندونو او بحرونو كي د انسان په برخه شوې، په دې توگه چي ويل شوي: الله تعالى همغه ذات دئ چي بحرونه ئې داسي درته مسخر كړي چي ډول ډول گټي تري اخلئ، ځيني گټي ئې دا دي:

سمندر د تازه غوښي ستره ذخيره

تاسو له سمندر د خوراك لپاره تازه غوښه ترلاسه كوئ، چي په دې اړه دوه خبري بايد په پام كي ولرو: 1- نن او د علمي څېړنو په ترڅ كي ثابته شوې چي سمندرونه انسان ته د خوراك او په ځانگړې توگه د غوښو وركولو ستره منبع ده، كه د زمكي ټول ژوي په شلو برخو ووېشو نو نولس ئې په اوبو كي او يوه برخه ئې په وچي كي ژوند كوي.

2- دلته كب او د سمندر ژوي د تازه، نازكي او پاكيزه غوښي په نامه ياد شوي، نن د انسانانو لپاره د نازكي او تازه غوښه تر ټولو ستره منبع او ذخيره همدا د سمندر د رنگ رنگ ژوو غوښه ده، هره ورځ په سلگونو مليونو انسانانو غوښه وركوي.

د اوبو د ژوو د حل او حرمت په اړه بېل بېل آراء دي، ځيني مفسرين او فقهاء د بحر ټول حيوانات حلال گڼي، په دې حديث هم استناد كوي چي له پيغمبر عليه السلام نه د بحر د اوبو د پاكوالي په اړه پوښتنه وشوه او رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: اوبه ئې پاكي او مړ شوى حيوان ئې حلال دئ. ځيني يوازي د هغو غوښه حلاله گڼي چي شبيه ئې په وچه كي حلال وي، ځيني يوازي هغه مكروه بولي چي د انسان طبع او سليقه ئې نه خوښوي.

امام مالك، امام شافعي، ابن ابي ليلىٰ، اوزاعي او ثوري د اشجعي د روايت له مخي وايي: د بحر هر حيوان په شمول د ماهي او نورو ژوو خوړل كېدى شي، كه ښكار شوى وي او كه مړ وموندل شي، امام مالك او پلويان ئې د پيغمبر عليه السلام په دې قول استناد كوي چي فرمايي: (د سيند) اوبه پاكي او مړ شوى (حيوان) ئې هم حلال دئ. شافعي وايي: د اوبو خنزير (غوښه خوړل) هم څه اشكال او مانع نلري، او ليث وايي: د بحر په مړه حيوان كي كوم اشكال نشته، همداراز د اوبو سپى او آس ئې. احناف وايي: ماهي او د بحر هغه مړ حيوان خوړل كېدى شي چي سمندر بهر راغورځولى وي، او د اوبو پر سر مړ ونه موندل شي.

تفصيل ئې د پلوشې تفسير د المائده د سورې په تفسير كي وگورئ.

په احنافو كي هم ځيني له نورو فقهاءو سره په دې اړه موافق دي، ما د هغو رأيه قوي موندلې چي د سمندر هر ژوى حلال بولي. فتوى ئې له پوه مفتيانو وغواړئ او پرې عمل وكړئ. دا هم بايد په پام كي ولرئ چي په قرآن كي لږ شيان تحريم شوي، او د حرامو شمېر د حلالو په پرتله داسي دئ لكه په ستر باغ كي چي د يوې خاصي وني د مېوې خوراك ممنوع وي. همغسي لكه چي د جنت په هغه باغ كي آدم عليه السلام ته ويل شوي وو چي د دې باغ هره مېوه خوړلى شئ خو يوې وني ته به نه ورنږدې كېږئ. له دې آيت هم معلومېږي چي د سمندر غوښه ئې په عامه صيغه تازه او نازكه ښودلې.

دلته يوه بله موضوع هم توجه جلبوي، ځيني وايي: په قرآن كي يوازي هغه غوښه حلاله گڼل شوې چي د ذبحي پر مهال ئې د الله تعالى نوم ياد شي، خو كب (ماهي) بې له ذبحي حلال دئ، آيا د دې استثناء وجه د قرآن كوم آيت دئ كه د پيغمبر عليه السلام كوم حديث؟ ځيني ادعاء كوي چي د دې استثناء لپاره په قرآن كي كوم شاهد نه مومو!! دا خبره هغه خلك كوي چي وايي: قرآن كافي نه دئ، ځيني احكام داسي دي چي منشأ ئې په قرآن كي نه مومو، د دوى ادعاء ناسمه ده، دلته هم او په نورو مواردو كي هم، دلته خو ئې پام نه دئ كړى چي قرآن؛ كب (ماهي) د لحماً طرياً يعني تازه غوښي په نامه ياد كړى او دا ښيي چي ماهي د تازه او پاكي غوښي حكم لري، پرته له دې چي د حلالولو يادونه ئې وكړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه مطلب ته په پام سره ويلي: چي ماهي له ذبحي پرته حلال دئ.

3- قرآن وايي:له سيندونو داسي توكي ترلاسه كوئ چي د گاڼو په توگه ترې استفاده كوئ، په دې بيان سره څو حقائق زموږ مخي ته ځلېږي: الف- له گاڼو غالباً ښځي كار اخلي، خو دلته د ښځو يادونه نه ده شوې او دا ښيي چي د قرآن په هر عام خطاب كي دواړه (نارينه او ښځينه) شامل وي، مگر هغه مهال چي د يوه په اړه په ځانگړې توگه بحث كوي، دلته د مؤنث صيغه نه ده كارول شوې خو مقصد ترې ښځي دي. په ياايهاالذين آمنوا كي صيغه د نارينه وو ده خو دواړه مؤمنين او مؤمنات په كي مخاطب دي. ب- په سيندونو او بحرنو كي نه يوازي مرغلري او مرجان موندل كېږي بلكي نوري قيمتي تيږي هم موندل كېږي، علمي تحقيقات ښيي چي قيمتي ډبري د زمكي په هغي منځنۍ برخي كي جوړېږي چي د حرارت او فشار درجه ئې ډېره لوړه وي، دغه توكي د چاودنو او اورشيندو په وسيله د زمكي له زړه بهر راغورځېدلي، نو ځكه د غرونو په لوړو كي موندل كېږي، د غرونو له لوړو د نهرونو له لاري لاندي سيمو ته رارغړي، هغه مهال چي خلكو د كانونو د كيندلو پرمختللي وسائل نه درلودل نو دا قيمتي تيږي ئې په سيندونو كي لټولې او موندلې. يقيناً چي دا هم د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ چي د قيمتي ډبرو يوه منبع ئې سيندونه ښودلي.

4-الله تعالى په طبيعت كي داسي سنن ايښي او داسي توكي ئې پيدا كړي چي انسان كولى شي له هغوى په استفادې سره كښتۍ جوړه كړي، اوبه ئې داسي جوړي كړې چي ځيني توكي پر خپل سر وړي او له ډوبولو ئې ډډه كوي، انسان ته ئې د داسي كښتيو جوړولو استعداد او توفيق وركړ چي د بحر اوبه څيري او مخكي درومي، له همدغو كښتيو په استفادې سره له يوې سيمي بلي ته ځي، تجارتي اموال وړي راوړي، په بحرونو كي د ماهيانو ښكار كوي،

5-نن په دې يوه ويشتمي پېړۍ كي د انسان د انتقالاتو تر ټولو مهمه، ارزانه او خوندي ذريعه همدا كښتۍ دي، يقيناً چي په دې سره الله تعالى خپل ستر فضل د انسان په برخه كړى.

6- الله تعالى دا نعمتونه د دې لپاره پر تاسو پېرزو كړي چي د خپل منعم رب شكر وكړئ، خو عجيبه ده چي تاسو د شكر پر ځاى د كفر، عصيان او طغيان لار نيسئ!!

 

قرآن او د انسان پيدايښت

تر دې وړاندي چي دا مهمه موضوع وڅېړو بايد څو خبري په پام كي ولرو:

كله چي د قرآن مخي ته كښېنو نو بايد په شفاف ذهن او له صفا زړه سره د هغه مخي ته زنگون پر زمكه كښېږدو، دا ځكه چي په قرآن يوازي پاكان ښه پوهېدى شي. لا يمسه الا المطهرون: له پاكانو پرته بل څوك ئې نشي مس كولى يعني نشي پرې پوهېدلى، خپل مخكني او زاړه افكار او خيالات بايد لري وغورځوو، د قرآن د كوم آيت د داسي تعبير او تأويل لټه ونه كړو چي زموږ ذهن او هوس ئې خوښوي.

تاسو به د انسان د لومړني پيدايښت په اړه ډېر څه اورېدلي وي او ډېر څه به مو په ذهن كي گرځېدلي وي، همدا اوس كولى شئ په دې اړه له ځان سره فكر وكړئ چي د انسان او ټولو نورو ژوو پيدايښت به څنگه پيل شوى وي!!

د هر يوه بشپړ كالبد به جوړ شوى وي، جوړه جوړه؛ او بيا به هغوى ته روح وركړى شوې وي؟

يو به پيدا شوى وي او له همدې به د هغه جوړه رامنځته شوې وي او بيا به ئې له همدې جوړې نسل دوام كړى وي؟

څو بېلگي به ئې پيدا شوې وي او دوى به په بېلو بېلو اوسنيو ژوو اوښتي وي. يوه به بل ته ارتقاء كړې وي. بيزو انسان ته او چرموښكۍ ډايناسور ته؟

او عاميانه پوښتنه: چي لومړى به چرگه پيدا شوې وي كه هگۍ؟

راشئ وگورو چي په قرآن كي دې پوښتني ته ځواب مومو كه نه؟ ساينس په دې اړه څه وايي او وينا ئې له قرآن سره ورته ده كه تعارض لري، داسي چي ساينس يو څه وايي او قرآن بل څه؟

لكه څنگه چي قرآن وايي الله تعالى لومړى آسمانونه او زمكه پيدا كړي، بيا ئې اوبه پيدا كړې او بيا ئې ټول ژوي له اوبو پيدا كړي، همدا راز د انسان د پيدايښت د اصلي توكي په اړه لاندي الفاظ كاروي: صلصال، صلصال كالفخار: كړنگېدونكى توكى، تراب: خاوره، طين: خټه، حمإ مسنون: توره او بوى ناكه خټه، نطفه: هغه وړه ذره چي په سترگو نه ليدل كېږي، علقه: ځوړند توكى، مصوره مضغه: د غوښي داسي ټوټه چي شكل وركړى شوى، غير مصوره مضغه: د غوښي داسي ټوټه چي شكل نه وي وركړى شوى او طفل: ماشوم. د دې الفاظو اړوند آيتونه دا دي:

1ـ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ * الانبياء: 30

هر ژوى مو له اوبو پيدا كړى. نو آيا ايمان نه راوړي؟   

2ـ وَمِنْ آَيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ * الروم: 20

او دا د ده (د قدرت) له نښو ده چي تاسو ئې له خاوري راپيدا كړئ، نو بيا داسي بشر شوئ چي خورېږئ.

3ـ هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ طِينٍ ثُمَّ قَضَى أَجَلًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى عِنْدَهُ ثُمَّ أَنْتُمْ تَمْتَرُونَ * الانعام: 2

دى هماغه ذات دئ چي له خټي ئې راپيدا كړئ، بيا ئې د اجل (د مرگ د نېټې) پريكړه وكړه او نومولې نېټه له ده سره ده، خو تاسو بيا هم شك كوئ!!

4ـ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ (12) ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ (13) ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آَخَرَ فَتَبَارَكَ اللهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ * المؤمنون: 12 ـ 14

او يقيناً چي انسان مو د خټي له خلاصې پيدا كړ، بيا مو هغه د ټېكي په مضبوط ځاى كي يوه نطفه وگرځاوو، بيا مو دا نطفه يو راځوړند توكى كړ او بيا مو دا علقه د غوښي يوه ژوولې ټوټه كړه، نو دا د غوښي ټوټه مو هډوكي كړل، نو هډوكي مو په غوښه پټ كړل، بيا مو په بل پيدايښت كي پيدا كړ، نو مبارك دئ تر ټولو غوره خالق.

5-  الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنْسَانِ مِنْ طِينٍ * السجده: 7

هغه چي هرڅه ئې پيدا كړي نو ښه ئې پيدا كړي او د انسان پيدايښت ئې له خټي پيل كړ.

6- وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ (26) وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ * الحجر: 26 ـ27

او يقيناً چي انسان مو له كړنگېدونكي توكي، له بوى ناكي توري خټي پيدا كړ او جن مو تر ده د مخه له بې لوگي اوره.

7- فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمْ مَنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ * الصافات: 11

نو پوښتنه ترې وكړه چي د دوى پيدايښت گران كار دئ او كه د هغه څه چي موږ پيدا كړل، يقيناً چي موږ دوى له سرښناكي خټي راپيدا كړل.

لكه چي گورئ په دې مباركو آيتونو كي د انسان د پيدايښت لومړۍ ماده، "اوبه"، "صلصال: كړنگېدونكى توكى "، "خاوره"، "خټه"، "د خټي خلاصه"، "د كودړي په څېر كړنگېدونكې وچه خټه"، "سريښناكه خټه" او "توره بوى ناكه خټه" ښودل شوې.

گورو چي قرآن اوبه د ټولو ژوو او ژونديو شيانو د پيدايښت اصلي ماده گڼلې، داسي ژوندى شى نشته چي د جوړښت اساسي ماده ئې اوبه نه وي، د انسان د بدن نږدې اويا سلنه اوبه دي، همدا اوبه د غذا د هضم، د ده د بدن هري حجرې ته د غذا د رسولو او له بدنه د مضرو توكو د ايستلو وسيله ده، همدا اوبه له انسان سره مرسته كوي چي د بدن د حرارت درجه ئې نه لوړه شي او نه ټيټه، انسان كولى شي له خوراكه پرته تر نږدې شپېتو ورځو پوري ژوندى پاته شي خو له اوبو پرته تر يوې اونۍ زيات ژوندى نشي پاته كېدى.

له دې معلومېږي چي الله تعالى لومړى اوبه پيدا كړې بيا ئې ژوي، يعني د زمكي پر سر د ژوندون پيل له اوبو شوى، او دا هغه ستر حقيقت دئ چي انسان له ډېرو تحقيقاتو او اوږده علمي سفر وروسته پرې پوه شو، اوس په دې پوه شوى چي د زمكي پر سر ژوندون د اوبو له پيدايښته وروسته پيل شوى. يقيناً چي دا د قرآن يو ستر علمي اعجاز دئ، كه تاسو نن د بيولوژي كوم باانصافه عالم ته ووايئ چي زموږ په يوه داسي كتاب كي چي څوارلس سوه كاله پرې تېر شوي، دا خبره راغلې چي ټول ژوي له اوبو پيدا شوي، لومړى اوبه پيدا شوې بيا ژوي، هغه به درته ووايي: دا ستره علمي خبره ده، دا هغه حقيقت دئ چي ساينس فقط په روانه پېړۍ كي پرې پوه شو.

كه تاسو د انسان د خلقت مربوط آيتونو ته لږ ځير شئ وبه گورئ چي په ټولو كي (صلصال: كړنگېدونكى توكى) له (حمإ مسنون: بوى ناكه خټه) وړاندي ذكر شوى. او په يوه ځاى كي خو (صلصال) د انسان د پيدايښت داسي لومړۍ ماده گڼي لكه د اور لمبه چي د جن د پيدايښت لومړۍ ماده گڼي او فرمايي:

خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ (14) وَخَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ * الرحمن: 14-15

انسان ئې د كودړي په څېر له كړنگېدونكي توكي پيدا كړ او جن ئې له بې دوده لمبې.

دا آيت وايي چي انسان ئې له صلصال پيدا كړى، داسي لكه جن چي ئې له اوره پيدا كړى، د ده د پيدايښت اصلي ماده صلصال ده، دغسي لكه د جن د وجود اصلي ماده چي اور دئ، يعني د انسان د وجود لومړنۍ ماده په سر كي صلصال وه، خاوره شوه، خټه شوه او الله تعالى ترې انسان جوړ كړ. داسي نه دي ويل شوي چي دى ئې صلصال كړى او بيا ئې روح په كي پو كړې.

قرآن چي د انسان د پيدايښت د مختلفو پړاوونو او حالتونو په اړه څه ويلي، علم نن همدا خبره كوي او همغه څه وايي چي قرآن ويلي: د انسان نطفه له خاورو جوړېږي، هغه دانه او مېوه چي وني او بوټي ئې له خاورو او نمجني، بوي ناكي، توري خټي جوړوي، د انسان په بدن كي نطفه ترې جوړه شي، د پلار او مور دا نطفې د اوبو د څاڅكو په څېر د مور په رحم كي سره يو ځاى شي، دوه نظفې يوه له بلي سره وصل شي، يوه گډه او مختلطه نطفه (خليه او سلول) ترې جوړه شي، څه موده وروسته د ځوړند توكي په څېر د مور په رحم پورى نښتې وي، بيا د ژوول شوې غوښي د يوې ټوټې بڼه غوره كړي، دلته دغه نوي مخلوق ته د صورت وركولو لړۍ پيل شي، د ځينو برخو كار تر نورو وړاندي پيل او بشپړ شي، زړه، غوږونه، سترگي، خوله، پزه، لاسونه، پښې، او نور غړي وركړى شي، د هډوكو جوړيدا ئې په خاص پړاو كي پيل شي، په يوې خاصي مرحلې كي يو ژوندى او متحرك ماشوم ترې جوړ شي، په ټاكل شوې نېټه د مور له رحمه د وتلو لار ورته پرانيستل شي او له يوې تياره او تنگي نړۍ يوې روښانه او پراخي نړۍ ته راووځي. كه تاسو د قرآن دغه آيتونه د داسي چا په وړاندي كېږدئ چي د ماشوم د پيدايښت د څرنگوالي پړاوونه ئې په دقيقه توگه او په مجهز لابراتوار كي تر نظر لاندي تېر شوي وي؛ او اوس په دې پوهېږي چي انسان په لومړي سر كي د ژنونو مجموعه وي چي هر يو ئې د يوه خاص غړي د جوړولو دنده په غاړه لري، يو ئې د زړه جوړولو دنده ترسره كوي، بل ئې د غوږونو، بل ئې د سترگو، بل ئې د لاسونو، بل ئې د پښو او همداسي د هر غړي لپاره يو ځانگړى ژن، د دوى شمېر څه باندي دېرشو زرو ته رسېږي، هر يو ئې په خاص پړاو كي خپل كار پيلوي او په ډېر دقت سره ئې بشپړوي، كه داسي يوه عالم ته د قرآن دا وينا واوروئ نو يقيناً چي هغه به تاسو ته ووايي: دا هغه څه دي چي ساينس اوس او د ډېرو پر مختللو وسائلو په مرسته پرې پوه شوى!!

 

در صفحات اجتماعی شریک سازید
ما را در صفحات اجتماعی دنبال کنید