د لغمان اوسېدونکو د ملکي خلکو د وژلو په غبرګون کې لاريون وکړ

21 حوت 1397      255     اخبار / لیکنی

د لغمان سلګونو اوسېدونکو نن سې شنبې د (کب ۲۱) په مرکز مهترلام ښار کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د ملکي خلکو د وژنې په غبرګون کي سوله ييز لاريون وکړ. د تېرې چهارشنبې په شپه د لغمان ولايت پادپښ ولسوالۍ ګړوچ مروه کڅ کلي کې د بهرنيو ځواکونو لخوا پر ولسي خلکو ړنده بمباري شوې، چې له امله يې ګڼ شمېر کورنيو ته مرګ ژوبله اوښتې. لاريون کونکو د بهرنيو ځواکونو دغه ډول بريدونو په سختو ټکو وغندل او ددې پېښې د څېړنې غوښتنه يې وکړه. د لاریون کوونکو په وینا په عملیاتو کې په لوی لاس ملکي وګړي په نښه کېږي او په پوره بې رحمۍ سره ولسي کورونه له منځه وړل کېږي. دوی چې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد يې شعارونه ورکول، حکومتي ځواکونه پر ملکي وژنو او ځورونو ملامت کړل او ګیله يې دا وه چې حکومت ولې د دې ډول پېښو پر مهال چوپه خوله پاتې کېږي. لاريون کوونکو ويل چي د عملياتو پر مهال د ولسي خلکو مرګه ژوبله نور هېڅ افغان ته د زغملو وړ نه ده او که دا ډول پېښې دوام وکړي، نو ولسونه به د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد راپورته شي.

در صفحات اجتماعی شریک سازید
ما را در صفحات اجتماعی دنبال کنید