اعلاميه د جمهوري رياست انتخابات ځنډول د اغېزمنو نوماندانو او مهمو سياسي احزابو عكس العمل

3 حمل 1398      260     اخبار / لیکنی

د انتخاباتو كميسيون؛ د سترو سياسي گوندونو او د جمهوري رياست د مهمو نوماندانو مشورو او غوښتنو ته له اعتناء او تمكين پرته د انتخاباتو نېټه يو ځل بيا وځنډوله. په داسي حال كي چي د انتخاباتو ځنډول له يوې خوا غيرقانوني عمل دئ او له بلي خوا بدي پايلي لري، د اساسي قانون له حكم سره سم بايد د جوزا تر لومړۍ نېټې اقتدار نوي منتخب حكومت ته انتقال شي، له دې نېټې وروسته اوسنى حكومت خپل مشروعيت له لاسه وركوي، هېواد د مشروع حكومت له تشي سره مخامخ كېږي، نه د انتخاباتو كميسيون او نه بله مرجع دا حق لري چي د دې حكومت موده تمديد كړي.

متأسفانه د انتخاباتو كميسيون د دې پر ځاى چي خپل استقلال وساتي، د مخكني كميسيون د اشتباهاتو له تكرار ډډه وكړي، د اوسني ناكام حكومت په يوې ماتحت او ضمني ادارې له بدلېدو ځان وساتي، هر گام محتاطانه واخلي، د انتخاباتو د افاديت په اړه د ولس عدم اعتماد پاى ته ورسوي، په خپل وخت شفاف او عادلانه انتخابات ترسره كول تضمين كړي، د حكامو دې غيرقانوني او هوسي غوښتني ته تسليم نشي چي غواړي هركاره وي او هر څه د دوى له هوس سره سم ترسره شي، نه د ملت رأى ته درناوى لري او نه قانون ته اعتناء كوي، غواړي سياسي احزب حذف شي، په ملي او سياسي قضاياوو كي د هغوى قانوني اغېز او ونډه په بشپړه توگه له پامه ولوېږي، د انتخاباتو مستقل كميسيون بايد دوى ته په بشپړه توگه منقاد وي، كه نه نو د مخكني كميسيون په برخليك به ئې اخته كوي، هغه ئې ځكه منحل كړ او كمشنران ئې څارنوالي ته معرفي كړل چي د دوى اسناد ئې ناقص او غيرمعتبر وموندل او غوښتل ئې هغوى سلب صلاحيت كړي او په انتخاباتو كي د مشاركت مستحق ئې ونه بولي. دوى د تېرو پارلماني انتخاباتو په اړه د همدې منحل شوي كميسيون پرېكړي مشروع او صحيح وگڼلې، دا كټ مټ داسي ده لكه په غلا تورن محكمې ته وړاندي شي خو غلا شوى مال د هغه اولاد ته وسپارل شي!!

بهرنيو ځواكونو ته چي دا نظام ئې تپلى او دا واكمن حمايه كوي؛ وايو: كه د دې حكومت د غلطو سياستونو مخنيوى ونه كړئ؛ هېواد به د لازياتو لانجو او مزيد تشنج په لوري بوزي، بحران به لازيات تشديد شي او هيڅوك به ئې د مهارولو توفيق او مجال ترلاسه نه كړى شي. دا حكومت د اوسني بد وضعيت دوام غواړي، هم د سولي په وړاندي خنډ دئ او هم د شفاف او عادلانه انتخاباتو ترسره كېدو په وړاندي، واكمنو ته له سولي د وينو بوى ورځي خو كه هره ورځ په سلگونو افغانان په وينو كي رغړي؛ هيڅ پروا ئې نه لري، كه افغانستان او افغانان د خپل تاريخ تر ټولو بدي او خونړۍ شپې ورځي تجربه كوي، د فقر، بې كاري، ناامني، بې ثباتي، په مخدره موادو د اعتياد له پلوه هغه حالت ته رسېدلي چي په تېر تاريخ كي ئې سارى نه موندل كېږي، خو حكومت او چارواكي ئې د همدې حالت دوام غواړي.

د جگړي ژر پاى ته رسېدو

او د واقعي منتخب حكومت جوړېدو په هيله

 

حزب اسلامي افغانستان

در صفحات اجتماعی شریک سازید
ما را در صفحات اجتماعی دنبال کنید